د قانون رعایتولو د همغږۍ هئیت (کمېټې) یوولسمه غونډه ترسره شوه

کابل، افغانستان – د افغانستان د مالي راپورونو او معاملو د شنني مرکز لخوا د ۱۴۰۴ کال د مرغومي په ۹مه نېټه، د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کي د قانون رعایتولو د همغږۍ کمېټې یوولسمه غونډه د یاد مرکز د عمومي آمر، ښاغلي احمد رحیمي په مشرۍ ترسره سوه.

په دې غونډه کي د افغانستان بانک د بانکي څارني او مالي خدمتونو، د ریسک ادارې او د قانون رعایتولو د آمریتونو مسؤلینو، د افغانستان د بانکونو ټولني استازي او د سوداګریزو بانکونو د قانون رعایتولو آمریت مسؤلینو ګډون کړی وو. غونډه د پیسو وینځلو او مالي جرمونو پر وړاندي د مبارزې د قوانینو د اغېزناک تطبیق، د بانکي سکتور د ستونزو د حل او د اړوند ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه.

د مالي راپورونو او معاملو د شنني مرکز لوی آمر او د یادې کمېټې رئیس، محترم احمد رحیمي، په خپله پرانیستونکې وینا کي د مالي جرمونو پر وړاندي د مبارزې اړوند اصولو او مقررو د رعایتولو پر اهمیت ټینګار وکړ او د کمېټې د غړو ترمنځ یې همکاري د بانکي سکتور د خوندیتوب لپاره اړینه وبلله.

په یاده غونډه کي پر مهمو موضوعاتو لکه د باکیفیته بانکي خدمتونو وړاندي کول، د قانون رعایتولو د پروسې پیاوړتیا، د پېرودونکو د پېژندني (KYC) فورمونو د نوي کولو بهیر، له حد څخه د زیاتو نغدي او شکمنو معاملو د راپورونو د کیفیت لوړولو، د بانکي سیسټم او فزیکي اسنادو ترمنځ د مشتریانو د معلوماتو پر یو شان والي، د جعل او تزویر قضیو ته رسیدګي، د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د 1267 او 1988 لستونو او همدارنگه ددې مرکز تر نظر لاندي نوملړ (Watch-List) د اغېزناک تطبیق او نورو مهمو مسائلو په هکله بحث ترسره شو. یاده غونډه د غړو ترمنځ د همکارۍ د لا زیاتوالي او د افغانستان د مالي سکتور د خوندیتوب او بشپړتیا په موخه د ټولو ګډون کوونکو په ګډي ژمني سره پای ته ورسېده.